د افغانستان قوم پيژندنه
$48.00غواړم څو اړیـن ټـکي د لوستونکو د خبرتیا لپاره یاد کړم چې څنگه مې د ” افغانستان په اتـنـوگرافۍ کې پـلـټـنـه ” تر لاس لاندې ونـیـوله.
د روان کال په پـﯧـل کې ول چې پوهاند . گ. ډبـلیو. لیتـنـر د خـتـیـځـپوهانو نهم کانگرس ته چې په پام کې ول د ۱۸۹۱ ز کال په سپټمبر کې په لندن کې راغونډ شي د گډون لپاره وبللم؛ ترڅنگ یـې راڅخه غوښتل سوي ول چې د کانگرس د چارو په هکله د یوې مقالې یا یو مونوگراف په لیکلو ونډه واخلم. د بلـنـې په منلو کې مې تردید نه درلود چې په کانگرس کې د غړې په توگې گډون وکړم خو د کانگرس په چارو کې د ونډې اخـﯧـسـتـنې خـبـره د عادي گډون په پرتـلې بل څه ول. تـر یـوه مهاله مې په دې کې شک درلود چې څه شی به د کانگرس مخې ته کښـﯧـږدم چې د جوړېــدونکي غونډې په چارو کې د ښکـﯧـلو ونډه والو پوهانـو د پاملرنې ارزښت ولري. وروسته مې پام شو چې د یو شمــﯦــر بـﯦـلابــﯦــلو پریمانو یادښتونو کواړۍ راسره پرته ده او هم مې په خپل ذهن کې ډول ډول معلومات ساتلي ول – دا ټول هغه معلومات ول چې په خپله د خلکو له منځه راټول سوي ول – او ټول یـې د افغانستان – د استوگنو پرگنو په هکله ول، ما په پام کې درلودل چې یوه ورځ به دا ټول معلومات د یوﮤ کتاب په ډول له هغو تجربو سره یو ځای خپاره کړم چې د پرتمـیـنې ملکې علیاحضرتې د هند ددولت په چوپـړ کې مې د خپل کاري ژوند په بــﯦــلابــﯦـلو چارو کې د فعالې اسـتــثـنائـي دندې په ترڅ کې ترلاسه کړې وي. خو هماغسې چې د ” یوې ورځې اصطلاح” په خـپـلـه په نا محسوس او ناڅرگند تالاب کې ډوبه ده دا ” یوه ورځ” هم د بـﯧـلابـﯧـلو لاملونو له کبله نن په سبا کـﯧـدله. د همدې خبرې په روڼا کې د کانگرس غونډې ما ته دا شـﯧـبـه په لاس راکړه چې ورڅخه په گـټې اخـﯧـسـتـنـې هغه بې گـټې شیان د لوستونکو مخې ته کښـﯧـږدم چې تر دې دمه له ما سره پاتې سوي ول – د بې گـټـې د اصطلاح له کارولو څخه زما موخه په داسې چارې کې زما گډون دئ چې راټول سوي شیان د هغو علماوو مخې ته کــښــﯦـږدم چې وړتیا یـې تر ما لوړه ده تر څو د علم او پرمختگ پر بنسټ د بـﯧـلابـﯧـلو موادو له منځه د رښتیاتوب پر اړخونو یـې روڼا واچوي. له دې کبله مې پرېکړه وکړه چې د ” افغانستان په اتـنـوگرافۍ کې پلټنه” دا نـﯧـمـگړی مونوگراف د کانگرس د خـتـﯧـځـپوهانو مخې ته چې په بـﯧـړه او چټکۍ لیکل سوی په ډاډمنې هیلې کښــﯦـږدم– چې د خپلې جذابې موضوع په لوستلو راتلونکو څـﯧـړونو ته لار ومومي.