• 0 Items - $0.00
    • کتابی در سبد خرید شما نیست.

کې جي بي په افغانستان کې

$17.00

  • شابک: 978-1-998560-44-8
  • نوبت چاپ: چاپ اول، بهار 1404
  • تعداد صفحات: 308 صفحه
  • نوع جلد: شومیز
  • قطع: رقعی
  • دسته‌بندی: ،

گزینه‌های خرید:

خرید مستقیم

پاره‌ای از متن:

ښاغلو لوستونکو!
کي.جي.بي په افغانستان کې د همدې استخباراتي ادارې د لومړي عمومي ریاست د یوﮤ پخواني جگپوړي مأمور جگړن واسیلي میتروخین لیکنه ده. میتروخین د کي.جي.بي د اسنادو د آرشیف آمر وو؛ له دې کبله ده چې دﮤ د کي.جي.بي. اکثریتو محرمو لاسوندونو ته لاسرسی درلود. دا چې څنگه دﮤ دا اسناد د کي.جي.بي. له آرشیفه دباندې را ایستلي او بیا د انگلستان لندن ته د پناه غوښتونکي په توگې راځي شرحه به ئې وروسته راشي. د میتروخین په دې کتاب کې ډېري اسناد د ۱۹۷۸ او ۱۹۸۳ زو. کلونو هغه راپورونه رانغاړي چې مسکو کې د کي.جي.بي. مرکز ته رسېدل او له لوستلو وروسته آرشیف ته لېږل کېدل.
کي.جي.بي په افغانستان کې، د ا.خ.ډ. منحله گوند پر تندي باندې د تأریخ هغه له شرمه ډک تور داغ دئ چې د دې گوند د مشرانو رښتونې څېرې د گوند له هماغه بنسټ اېښودلو څخه نیولې بیا ددې گوند د واکمنۍ تر خونړي پای پورې د همدې ادارې د جاسوسانو په توگې بربنډوي. دا چې دغۀ گوند د خپلې خونړۍ واکمنۍ په بهیر کې څه کړي او څومره جنایات ئې تر سره کړي دي جلا مبحث دئ او زما په باور ډېرې لیکنې پرې شوې دي او په تأریخ کې ثبت دي. د همدغو لیکنو په منځ کې د واسیلي میتروخین د کتاب په شان ځای تش وو. د افغانستان خلک ښۀ خبر ول چې د ا.خ.ډ. گوند «اخډگ» مشران او لوړ پوړي گوندیان د دغۀ گوند د فعالیت له هماغۀ پېله د کي.جي.بي جاسوسان او تالي څټي ول، خو داسې لاسوند د پرگنو په لاس کې نۀ وو چې د خلکو په دغو انگېرنو باندې د صحت ټکی کښېږدي او له نېکه مرغه دا دی اوس همداسې یو لاسوند په خپله د همدې ادارې له پټې لمنې څخه دباندې راوځي او رسوايي ئې عالمونه خبروینه. دا لاسوند د دغۀ هېواد-پلوري گوند یو انکار نۀ منونکی لاسوند دئ چې پښتو ژباړه ئې خپلو کړېدلو پرگنو او د هېواد بډای تأریخ او د هېواد د خپلواکۍ د لارې ټولو شهیدانو ته ډالۍ کوم. دا کتاب ما په ۲۰۰۹ ز. کال کې په بشپړه توگه وژباړﮤ او د خپل فرهنگي یار او دوست ښاغلي اسد دانش په مرستې د دانش خپرندویې ټولنې له پلوه په کابل کې چاپ او خپور شو. د ډېرو لوستونکو د غوښتنې پر بنسټ مې دغۀ کتاب ته له سره یوه ژوره کتنه وکړه او دای له اصلاحاتو وروسته دا کتاب ددویم ځل لپاره د ښاغلو لوستونکو مخې ته په درنښت ږدم.

پرداخت ایمن

درگاه ایمن و مطئن

ضمانت بازگشت

درصورت مشکلات فنی و فیزیکی

انتقال رایگان

برای خرید بیش از ۱۲۰ دالر

سلامت فیزیکی

انتقال سالم و استاندارد کتاب

نقد و بررسی‌ها

هیچ دیدگاهی برای این محصول نوشته نشده است.

اولین کسی باشید که دیدگاهی می نویسد “کې جي بي په افغانستان کې”

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *